سیاست

دميدان وردګو والى له طالبانو څخه وغوښتل چې په ښوونځيو بريد ونه کړي.

کابل-باختر د وږي دمياشتې ١٩ دميدان وردګو والى له طالبانو څخه وغوښتل چې د زده کړې په مرکزونو له بريد څخه لاس واخلى. ځنډى ګل زمانى وويل چې طالبان بايد پريږدي چې افغانستان د زده کړې خاوندو په لاس پرمختګ وکړي. دغه سيمه ييز مقام چې په سيد آباد ولسوالۍ کې يې ديو انستيتوت د بنسټ د ډبرې دايښودلو په مراسمو کې خبرې کولې له قومي مشرانو او خلکو څخه يې وغوښتل چې په هرو شرايطو کې دې ځوانانو ته د زده کړې زمينه برابره کړي . ده دميدان وردګو ولايت له قومي مشرانو څخه وغوښتل چې د افغانستان دپرمختګ لپاره دې ځوانانو ته د زده کړې وخت ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته