اقتصاد

په سمنګانو کې څه د پاسه پنځه زره څاروي له منځه تللي دي

ايبک باختر د سلواغى ١٩ مــــــــــــــه

په سمنګانو ولايت کې د هوا دسړ ښت اود وا ورې د اورښت له ا مله په  زرګو نو څاروي له منځه تللي دي

دسمنګانو والي خير الله ا نوش ددغه ولايت له پيښو سره د مبارزي د ملي کميټې په غونډه کې چې ددغو ستو نزو  دڅيړلو په مقصد جوړه شوې وه وويل:

د هغې سر وي له مخې چې په دغه ولايت کې دپنځو ولسواليو د مسوولينو له خوا شوي دى دمالدارا نو څه دپاسه شپږ زره څاروي دهوا دسړ ښت له ا مله له منځه تللي دي

ده وويل له نيکه مرغه ددغه سړ ښت له ا مله دسر زيان نه دى او شتې

ده زيا ته کړه د وا ورې د اورښت له ا مله د ولايت له مرکز سره د بر او کوز دره صوف اود روي دوآب د ولسواليو سړ کو نه اود  ولسواليو له مرکزو نو سره دسلګونو کليو لاري تړلى شوى وې چې دڅلورو ورځو په تير يدو سره د ولسواليو د مسوولينو په هڅو سره ددغو ولسواليو مواصلا تي لارې پرا نيستل شوي دي   خو تر اوسه پوري دخرم سارباغ د پشت بند د کلي ، د حضرت سلطان ولسوالۍ د پنځو کليو اود بر او کوز دره صوف د ولسواليو د يو شمير کليو په ګډون دلسګو نو کليو مواصلا تي لاري د ولسواليو له مرکزو نو سره تړ لى دي اوددغو کليو خلک له ستو نزو سره مخامخ دي

دغه را ز دسمنګانو ولايت له پيښو سره د مبار زي د تياري لاري رئيس وويل ددغو څيړنو له مخې د فيروز نخچير په  ولسوالۍ کې پنځه سوه څاروي ، په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د رې زره څاروي ، په روي دو آب ولسوالۍ کې يو زرو پنځه سوه څاروي ،په بردره صوف ولسوالۍ کې شپږ سوه څاروي اودخرم سارباغ په ولسوالۍ کې يو زرو دوه سوه څاروي له منځه تللى دى خود کوز دره صوف اود ايبکو د مرکز تلفات نه دى معلوم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته