امنیت

په ننګرهارکې لسګونه کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول

کابل / د سلواغې ۱۲ مه / باختر
د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ لسګونه کلي د پوځي عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
د ډار اچووني ضد دغه عمليات يوه مياشت مخکې پيل شول او لا هم دوام لري.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په عملياتو کې تراوسه په شېرزادو ولسوالۍ کې زياتې برخې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.
له بله پلوه پوځيانو د دغې ولسوالۍ په پاکو شويو سيموکې د پوستو په جوړولو سره د خلکو د عادي ژوندانه او بيارغاونې لپاره مناسبه زمينه برابره کړې ده.
د رارسېدلو خبرونو له مخې: په عملياتوکې تراوسه څه ناڅه ٣٠ ډار اچوونکي وژل شوي او لسګونه نوريې ټپيان شوي دي.
همدارنګه پوځيانو په عملياتوکې د وسله والو طالبانو د لسګونو پټنځايونو، سنګرونو او مرکزونه په له منځه وړلو بريالي شوي دي.
پاىج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته