کابل باختر د لړم لسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرتيا
د سالم فرهنګ جوړولو په سترکار او د مثبتو فکري او فرهنګي بدلونونو په لور د حرکت په کارکې د زيات اغيزمنتوب لپاره د واحد رسانه يي چلند د غوره کولو په لاره کې له ټولو محترمو صوتي او تصويري رسنيو څخه غوښتنه کيږي چې په خپلو خپرونوکې دې دغه موارد رعايت کړي:
١_ د داعش د ډلې د اسلامي ضدکړنو ته په پاملرنې سره دغې ډلې ته (د داعش د اسلامي دولت) د اصطلاح کارول په ذهنونوکې د اسلام د مبين دين وجه مغشوشوي. له دې امله دغه ډله دې يواځې (د داعش د ډلې) په نامه ياده شي؛ نه د داعش اسلامي دولت.
٢_ تجارتي اعلانونه چې په هغوکې د نجونو او ميرمنو مفشن شتون يواځې د ښکلا اړخ لري او له هغوى څخه د عايداتو د ترلاسه کولو او د اعلان د وسيلې په توګه استفاده کيږي؛ په حقيقت کې د افغان ښځې د لوړ مقام د تنزل تبليغ دى او هم هغه تجارتي اعلانونه چې مادي مالونه د فرهنګي تخريب او د ګډوډ فرهنګ د تبيلغ په بيه تبليغوي؛ زموږ د ځوانانو افکار او اخلاق بې لارې کوي. له دې امله محترمې رسنۍ دې ددغه شان تجارتي اعلانونو له خپرولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
4 1 دقیقه لوستل