سیاستخبرونهTOP

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکا د مالیې وزارت د وروستی اقدام هر کلی وکړ

کابل / د تلې ۳ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ملګرو ملتونو وروستی اقدام چې د ھغه له مخې د امریکا دولتي ادارو، نړیوالو او غیر رسمي ټولنو او بانکونو ته اجازہ ورکړل شوې چې د افغانستان له اسلامي امارت سره د خوراکي توکو او درملو رسیدو فعالیتونو ته اسانتیاوې برابرې کړي، هر کلی کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې د امریکا په ګډون ټول ھېوادونه، ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه د افغانستان له حکومت سره اړیکې ټينګې کړي او له افغان ولس سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې امریکا مالي ادارو ته له افغانستان سره په مشروط ډول د مالي معاملاتو اجازه ورکړه.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته