سیاست

دقانون په توشيح سره دملکي هوايي چلند دبرخې زياتره ستونزي پاى ته رسول کيږي

کابل باختر د لړم اتمه
دترانسپورت  او دملکي هوايي چلند وزارت ويندوي وايي چې دملکي هوايي چلند دقانون په توشيح کولو سره په دې برخه کې زياتره ستونزي پاى ته رسول کيږي
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي ديو فرمان په ترڅ کې دملکي هوايي چلند قانون په لسو فصلونو اونهه اتيا مادوکې توشيح کړ .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  له خوا ددغه قانون له توشيح وروسته دترانسپورت اودملکي هوايي چلند وزارت ويندوى ننګيالي قلاتوال وايي چې اوس دملکي  هوايي چلند برخه دقانون خاونده شوه اودهغه له مخې په ټولي اړوندي چاري وڅيړل شي .
ده چي په دې اړوند دباختر اژانس له خبريال سره خبري کولي دغه راز وويل په تيرو وختونوکې داروپا داتحاديې په ګډون نړيوالو اتحاديو په هره اړونده مسئله کې په افغانستان کې دهوايي چلند برخه کې دبشپړ قانون په نشتوالې انتقاد کاوه او دقانون نشتوالې يې تل ديوې ستونزي په توګه طرحه کوله .
ده زياته کړه اوس موږ اتحاديې ته وړانديز کولي شو چې دافغانستان دهوايي کرښې دالوتکو دالوتنو له  بنديز  څخه لاس واخلي .
دده دڅرګندونو له مخې دوي له قانون سره سم ټول کورني هوايي شرکتونه څاري او ټول  نورمونه او په قانون کې طرحه شوي مادي په هغوى تطبيقوي
قلاتوال  دغه راز وويل چې له دغه قانون سره سم هغه انتقادونه چې دافغانستان دهوايي کرښو په پته طرحه  و څيړل کيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته