ټولنه

دسرپل ولايت يوشمير خلکو دملي پيوستون دپروګرام له اسانتياو څخه ګټه واخسته .

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
دسرپل ولايت يوشمير خلکو  پرون دملي پيوستون  دپروګرام  دټولګټو پروژو له اسانتياو  څخه ګټه واخسته .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت  داطلاعاتو او عامه  اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ ،  دشپيتو مليونو نهه سوه څلويښتو زرو افغانيو  په لګښت دملي پيوستون دپروګرام دنهه څلويښتو ټولګټو پروژو کار د سرپل ولايت دمرکز په بيلابيلو ناحيو کې بشپړ او دخلکو داستفادې وړ وګرځيدې .
په دغو پروژو کې دښوونځيو ، دروغتيايي کلينيکونو او دروغتيايي مرکزونو دودانيو ، داستادي اومحافظوي  ديوالونو ، دکرنې  داوبو دکانال ،  داوبو ديوې  ويشتوونکي  ودانۍ او دپلګوټو جوړول  دلاسي بمونو  درولو سره  دڅښاک دروغتيايي  اوبو دڅاګانو کيندل ، دڅښاک دروغتيايي   اوبو د شبکو غځول  ديوه کلي دبريښنا  تامينول او دسړکونو  جوړول او کريړ اچول شامل دي .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په سرپل ولايت کې دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې ٦١٢ کلي دپرمختيايي  پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولي دي او په دې بريالى شوى دى چې په بيلابيلو برخو کې ٢٠٤٤ پروژې بشپړې او دخلکو استفادې  ته وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته