باميان باختردتلې دمياشتې دريمه نيټه :
د راستنو شويوکسانو لومړى ښارګوټى پرون د باميانو ولايت د شيبر ولسوالۍ په شش پل سيمه کې پرانستل شو.
دغه ښارګوټى د مهاجرينو د راستنولو د چارو د وزير، سيمه ييزو مقاماتو، د ولايتي شورا د غړو، راستنو شويوکسانو او د دغه ولايت د مدني فعالانو په ګډون د باميانو ولايت د شيبر ولسوالۍ په شش پل سيمه کې پرانستل شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي په هغو مراسموکې چې په همدې موخه په دغه ولايت کې پرځاى شول؛ وويل: د راستنو شويو مهاجرينوښارګوټي په قشقه دښته کې په عصري ډول طرحه شوى دى او د ژوندانه ټولې اړتياوې پکې په پام کې نيول شوي دي چې په هغه کې به داستوګنې په کورونو سربيره روغتيايي مرکزونه ، تجارتي سيمې ، دوه ښوونځي ، وړکتون ، کتابتون ، جامع جومات ، تفريحي پارکونه ، پوسته خانه او دماشومانو دفعاليت لپاره ساحې هم جوړې شي.
دغه ښارګوټي د اووه سوه پنځه اوويا جريبه ځمکې په ساحه کې چې داستوګنې ٥٩٩ نمرې کيږي دباميانو ولايت دمهاجرينو دراستنولو د چارو درياست له خوا په دغه ولايت کې په راستنو شويو مهاجرينو وويشل شوه او داوبو رسولو او دسړکونو د جوړولو په ګډون بنسټيز کارونه يې دمهاجرينو دراستنولو د چارو دوزارت له خوا ترسره کيږي .
ديادونې وړ ده چې د مهاجرينو دويم ښار ګوټي دمهاجرينو دراستنولو دچارو دوزير له خوا دباميانو ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې پرانستل کيږي .
پاى ذکرالله