امنیت

په فراه کې طالبانو يوه ښځينه ښوونکي په ډزو سره ووژله

کابل – باختر دتلې دمياشتې لومړي
وسله والو طالبانو نن سهار يوه ښځينه ښوونکې په فراه ولايت کې په ډزوسره ووژله
  ديوه ښوونځي ښوونکې فريده  چې نن سهار  له پشت رود ولسوالۍ څخه دفراه ښار په لور  روانه وه  دلارې په اوږدو کې دوسله والو طالبانوله خوا په ډزوسره ووژله شوه .
دفراه د والي  ويندوى عبدالرحمن  ژوندي دباخترآژانس خبريال ته وويل  :   چې طالبانو لومړى  دغه ميرمنه له يومسافروړونکي موټرڅخه ښکته او له ځان سره  يې بوتله ، خو پوليسو له څوساعتو  وروسته  دهغې مړى په همدې سيمه  ترلاسه کړ.
يو سيمه ييز مسوول  وايي چې ددغې ښوونکې ميړه  ددغه ولايت  دانتخاباتو
په  کميسيون کې  کارکوي ښايي چي طالبانو په همدې دليل هغه  وژلې وي.
ده  وسله وال طالبان  ددغې ميرمنې دوژلو مسوول  وبلل او ويې ويل  چې امنيتي
ځواکونو د دغې پيښې  دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره پلټې پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته