امنیت

د هرات مستوفيت يو کارکوونکى د بډې اخستنې په تور ونيول شو

کابل باختر د تلي  دويمه
دهرات ولايت د مستوفيت يو کارکوونکى پرون د بډې اخيستنې په تور د ملي امنيت د منسوبينو له خوا ونيول شو.
  دغه سړى کله يې چې غوښتل له يو دوکاندار څخه له ماليې څخه دمعافيت په بدل کې بډې واخلي؛ نيول شوى دى .
دهرات د ملي امنيت يو خبرځاى باخترآژانس ته وويل: د مستوفيت دغه کارکوونکى دوکاندار ته  ګواښ کړى و چې ده ته دبډې دنه ورکولو په صورت کې بايد په زرګونه افغانۍ ماليه دولت ته ورکړي.
دملي امنيت ددغه خبرځاى دڅرګندونو له مخې: نيول شوى سړي د بډې په اخيستلو اعتراف کړى دى  او اوس بندي دى .
دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې يو شمېر هټيوال د هرات د ښاروالۍ او مستوفيت له خوا د غير قانوني پيسو د اخستلو له امله  شکايت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته