سیاست

انجينیر محمد خان: د هېواد د ښه راتلونکي لپاره د خلکو یووالی اړین دی

کابل باختر دسلواغې يوولسمه
په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي حاجي محمد حسن مموزي او د دغه ولایت د ولایتي شورا یو شمير غړو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال سره وکتل.
داجراييه رياست لومړۍ مرستيال مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د لغمان ولایت په اړوند امنیتي، اقتصادي او رغنیزو چاروپه اړه خبرې وشوې.
د لغمان ولایت د ولایتي شورا رئیس محمد رفیع د دغه ولایت امنیتي ستونزو ته په اشارې سره د دغه ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه چې په وروستیو کې د ځینو کړیو له خوا هڅه کيږي چې په لغمان ولایت کې امنیتي خنډونه را منځ ته کړي.
ده زیاته کړه چې د امنیتي او ملکي ادارو تر منځ نه هماهنګي د دې سبب شوې چې په دغه ولایت کې امنیتي ستونزې زیاتې او د خلکو او حکومت تر منځ د واټن سبب شي.
د اجرائيه ریاست لومړي مرستيال انجینیر محمد خان د دوی ستونزې پر ځای وبللې او زیاته يې کړه چې امنیتي ځواکونه د دښمن د هر ډول توطئو پر وړاندې د هر اړخیزې دفاع جوګه دي او هیڅکله به چا ته اجازه ورنکړي چې د خپلو شومو موخو لپاره د هېواد ملي ګتې تر پښو لاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته