سیاست

حاجي محمد محقق دافغانستان اوايران ترمنځ دعلمي اوفرهنګي اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .

کابل باختر د وري نولسمه :
حاجي محمد محقق دايران او افغانستان دمحصلانو دګډ دسترخوان په دويم نړيوال جشن  کې ګډون وکړ .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،. دايران او افغانستان دمحصلانو دګډ دسترخوان دويم علمي ، فرهنګي او اقتصادي جشن پرون  دايران په کرمان ښار کې جوړ شو .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مرستيال حاجي محمد محقق  چې دايران دشهيد باهنرپوهنتون په رسمي بلنه ايران ته سفر کړى دى ، په ايران کې دافغانستان دسفير ډاکتر نصير احمد نور په ملګرتيا په دې جشن کې ګډون اووينا وکړه .
  داجراييه رياست مرستيال اوملګرى هئيت يې لومړى دشهيد باهنر پوهنتون بيلابيلې څيړنېزې او روزنيزې  برخې وکتلې او وروسته يې ددغه  پوهنتون له رييس اومشرتابه  هئيت سره وکتل او ددواړو هېوادونو دفرهنګي او علمي اړيکو په باب يې خبرې وکړې .
دکرمان پوهنتون رييس ډاکتر محمد علي طاهر کرمان ښار ته دحاجي محمد محقق سفر ددواړو دوستو اوورونو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي اړيکو او داستادانو اومحصلانو دتبادلې په برخه کې يې دافغانستان له پوهنتونونوسره دشهيد باهنر پوهنتون داړيکو دلازياتې ژورتيا او پياوړتيا لپاره مهم او اغيزمن وباله .
دشهيد باهنر پوهنتون رييس دافغانستان او ايران دګډ دسترخوان دجشن جوړول مهمه او ارزښتناکه غونډه وبلله او په بيلابيلو تحصيلي دورو کې يې دافغانستان دپوهنتونونو دمحصلانو دروزنې او داستادانو  دعلمي کچې دلوړولو او دافغانستان دمحصلانو دمنلو په برخه کې  تيارى اعلام کړ .
داجراييه رياست مرستيال حاجي محمد محقق دکرمان دشهيد باهنرپوهنتون له رييس  او علمي هئيت څخه دقدردانۍ  په ترڅ کې وويل چې دعلمي او فرهنګي  غونډو جوړول به دافغانستان او ايران ترمنځ دفکري او فرهنګي اړيکو دودې لپاره ګټور وي .
حاجي محمد محقق  دديني لارښوونو پربنسټ اړيکې اوهمکارۍ  دبشري ټولنو دبرياليتوب يوه لاره وبلله اوعلمي ،فرهنګي اوپوهنتوني اړيکې يې ډيرې ښې اړيکې وبللې .
  محقق وويل چې افغانستان او ايران زيات علمي اوفرهنګي مشترکات لري او دغه مشترکات ددواړو دوستو او ګاونډيو هېوادونو داړيکو دلازيات پايښت او ټينګښت سبب شوي دي .
داجراييه رياست مرستيال وويل چې په هېواد کې له زياتو کاري مصروفيتونو سره سره ددواړو ملتونو دغو فرهنګي او تاريخي مشترکاتو ددرناوي ، دمحصلانو دهڅونې  او ددواړو هېوادونو ترمنځ دعلمي اوفرهنګي اړيکو دلازياتې ژورتيا په لاره کې دګام اخستلو په موخه يې دکرمان ښار ته سفر کړى دى .
دغه راز په دې کتنه کې ددواړو هېوادونوترمنځ دعلمي او فرهنګي همکاريو لارې چاري وڅيړلې شوې اوتفاهم وشو چې په راتلونکې کې دکرمان دشهيد باهنر پوهنتون او دافغانستان دلوړو زده کړو وزارت ترمنځ دعلمي اوفرهنګي همکاريو تفاهم ليک لاسليک شي .
داجراييه رياست مرستيال اوپه ايران کې دافغانستان سفير  دشهيد باهنر پوهنتون له مسوولينو سره  له کتنې وروسته دايران دجنوب ختيځې  حوزې په پوهنتونونوکې دافغانستان له محصلانو سره وکتل او دهغوى ستونزې يې واوريدې .
  حاجي محمد محقق دکرمان په شهيد باهنر پوهنتون کې دغير ايراني محصلانوقونسلي دفتر هم  پرانست  او ددغه دفتر پرانستل يې  دغير ايراني محصلانو دچارو دا سانولو لپاره ګټور وبلل .
حاجي محمد محقق  او دافغانستان جګپوړي هئيت پرون له غرمې  وروسته دايران او افغانستان دمحصلانو دګډ دسترخوان په غونډه کې ګډون وکړ .
په دې غونډه کې داجراييه رياست مرستيال دلوړوزده کړو او دپوهنې په برخه کې له افغانستان سره دايران داسلامي جمهوريت دهمکاريو له امله قدرداني وکړه او هغو محصلانو ته تحصيلي لګښتونه يې چې په شخصي لګښتونو په زده کړې بوخت دي ، درانده وبلل .
حاجي محمد محقق له محصلانو سره ژمنه وکړه چې دتحصيلي لګښتونو دکمښت لپاره به دايران داسلامي جمهوريت له مقاماتو سره خبرې وکړي .
حاجي محمد محقق وويل چې ددواړوهېوادونوافغانستان او ايران وياړنو داسې پيوند خوړلى دى چې نه شوکولاى دغه وياړنې په مشخص ډول په يوله دغو هېوادونو پورې اړوندوبولو .
داجراييه رياست مرستيال وويل چې دنوروز دتمدني حوزې هېوادونه بايد ديوبل استقلال ته ددرناوي په ساتنې سره په خپلو کې دپيوستون په يو والي احساس وکړي او ديوبل ګټې وساتي .
حاجي محمد محقق وويل دنوروز دتمدني حوزې په هر يوه هېواد کې اقتصادي پرمختګونه ، په بل هېواد اغيزه کوي او بايد ددغو هېوادونو دعلمي ، فرهنګي او اقتصادي همکاريو شريانونه له يوبل سره ونښلول شي.
داجراييه رياست مرستيال وويل چې دافغانستان او ايران خبرې به په شپږو برخو ( سوداګرۍ ،  داوسپنې پټلۍ ،  دنشه يي توکودبديل کرکيلې ، اوبو، صنايعو او مهاجرينوکې په راتلونکي کې )پيل شي
حاجي محمد محقق  هيله وکړه چې دغه خبرې په دواړو دوستو او ګاونډيو هېوادونو کې دچټکې  ودې زمينه برابره کړي .
داجراييه رياست مرستيال مهاجرت  ديومحصل لپاره يو پرمختګ او فرصت وباله او له محصلانو څخه يې وغوښتل چې له دغه فرصت څخه په ښه توګه استفاده وکړي .
ديادونې وړ ده چې دکرمان دشهيد باهنر پوهنتون دايران يوله لسو غوره پوهنتونونو څخه دى چې ددغه هېواد په کچه شپږم مقام لري .
دطبي  اودانجنيرى دعلومو له دوو مرکزونو پرته چې ددغه پوهنتون له انګړ څخه بهر دي دشهيد باهنر پوهنتون مساحت پنځو مليونو متره مربع  ته رسيږي چې يواځې  ساختماني بنسټ يې  دوه سوه پنځوس  زره متره مربع دى .
  دکرمان ښار اتيا زره تنه محصلان لري چې څوارلس  زره تنه يې په بيلابيلو وختونوکې په شهيد باهنر پوهنتون کې په زده کړې  بوخت دي  له افغانستان څخه پنځه سوه تنه محصلان دکرمان په پوهنتونونوکې زده کړه کوي چې له دې جملې څخه څلويښت تنه يې دکرمان دشهيد باهنر  پوهنتون محصلان يې دغه پوهنتون دعلمي هئيت شپږ سوه پنځوس غړي او يوولس  پوهنځي لري چې په دې ترتيب دايران يو ډير ستر پوهنتون دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته