امنیت

نهه ويشت تنه ډار اچوونکي د هېواد په بېلابېلو سيموکې ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
د هېواد په بېلابېلو سيموکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ګډو يرغليزو عملياتو په بهيرکې ٢٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات د هوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ د تروريستانو د ځپلو په موخه د بلخ، جوزجان، فارياب، کندز، بدخشان، هلمند، پکتيکا، غزني، قندهار،  روزګان، فراه او د غور د ولايتونوپه مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې ٢٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ١٥ تنه نوريې ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې دغه راز يوه اندازه وسله، د درندو وسلو مهمات وسايل او نور پوځي تجهيزات ويجاړ شوي دي.
د يوبل خبر له مخې:
په هغو عملياتوکې چې د هېواد په بېلابېلو سيموکې د کورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف ترسره شول؛ د ملي اردو پنځه تنه عسکر شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته