امنیت

په لوګر کې د شپږو وسله وال طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د زمري ٢٧مه
د وسله والو طالبانو د يوه سرګروپ په ګډون شپږ وسله وال طالبان تېره شپه په لوګر کې ووژل شول.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختراژانس ته وويل، چې دغه وسله وال طالبان د پل علم په مرکز قله سرسنګ سيمه کې  له ملي پوليسو سره په نښته  کې وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي چې په وژل شويو کسانو کې د وسله والوطالبانو يوسيمه ييز سرګروپ هم شامل دى.
ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته