امنیت

د حقاني شبکې درې تنه غړي ونيول شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٩
د ملي امنيت دلوى رياست موظفينو د رحيم خان، نعيم خان او نجيب الله په نومونو د حقاني شبکې دتروريستي بريدونو درې تنه سازمان ورکوونکي د خوست ولايت په مربوطاتوکې ونيول.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه کسان د خوست ولايت د موسى خيلو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونيول شول.
دوى په ورانکارو، تروريستي او د ماين ښخولو په فعاليتونو او تروريستي ډلو ته د وسلو او مهماتو په ليږدونې او په پوځي او ملکي وسايطو په بريدونوکې لاس درلود.
دنيول شويو کسانو د اعترافونو له امله په خوست ولايت کې د حقاني په تروريستي شبکې اړوند د قوماندان سپين غر دوه پټنځي کشف او له هغو څخه يې ځانمرګى واسکټ، يو (آر پي جي- ٧) توغندى ويشتوونکى، دوه پيکا ، شل کلاشينکوفونه، شپاړلس يوولس ډزې ټوپکونه، څلور تومانچې او څلور آيکم مخابرې او نور پوځي وسايل ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته