ټولنه

د پنجشېر د امربالمعروف او نهې عن المنکر رییس له مسولینوو وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي

کابل / د سلواغی / ۱۶ / باختر
د امربالعمروف او نهي عن المنکر رییس د پنجشیر له مشرتابه مسوولینو سره په کتنه کې له دوی څخه و غوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.
د پنجشیر د امربالعمرف او نهې عن المنکر رییس مولانا محمود الحسن شیرګل منصوري په دې کتنه کې په دریو مشخصو دیني موضوعګانو خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه چې د اسلام دین په وړیا توګه بریاوو ته نه دی رسېدلی بلکې د رسول اکرم ص له وخت څخه تراوسه د غزوات او د شهیدانو د وینې په واسطه موږ ته رسېدلی دی او قدر یې باید وپېژنو چې دغه لوی نعمت د عزت او نوامیسو د ساتنې او ژغورنې سبب کېږي.
مولانا منصوري وویل چې مجاهدین د یو بل دیني ورونه دی باید د یو واحد جسم په توګه باید عمل وکړي او له هرراز تفرقې اچونې څخه ډ ډه وکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته