کابل-باختر د وږي دمياشتې ١٩
په روزګان ولايت کې د طالبانو د ډلې دجګړې قوماندان ووژل شو.
نور خالد پرون ناوخته د روزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار ته څيرمه له پوځيانو سره په جګړه کې له خپلو پنځو تنو ملګرو سره ووژل شو د روزګان ولايت وياند دوست ناياب باختر آژانس ته وويل نور خالد په روزګان کې د طالبانو دجګړې قوماندان و او ددغه ولايت په ځينو سيمو ټول وروستي ډله ييز بريدونه ده سازماندهي کاوه .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى دترينکوټ ښار په ځينو سيمو کې جګړه دوام لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ