کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
درې تنه طالبان تيره شپه دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، افغان هوايي قوتونو دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ ليتب په کلي کې دتروريستانو په پټنځايونو بريد وکړ چې له امله يې درې تنه طالبان ووژل شول او يودادسون موټر اويوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل له منځه لاړل .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ