سیاست

د محصلینو او متعلمینو په خپل سر له توقیف څخه د مخنیوي په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامد کرزى حکم

په دې وروستیو کې بهرني ځواکونه او د هغوی غیر رسمي افغان همکاران د افغانستان له جمهوري دولت سره د هغوی له پخوانیو موافقو سره په مغایرت کې د یو شمېر پوهنتونونو انګړته داخل شوي، د ځینو محصلانو په ځورولو او توقیف کولو یې لاس پورې کړی دی.
د افغانستان داسلامي  جمهوريت جمهوري ریاست په داسې حال کې چې د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د غیر رسمي افغان همکارانو دغه عمل د افغانستان له ملي واکمني څخه ښکاره سرغړونه او د هېواد د نافذو قوانینو  له احکامو سره په ټکرګڼي، له دې لارې د نړیوال ایتلاف مشرتابه ته ابلاغیږي چې د افغانستان له ملي واکمني څخه د سرغړونې د دا ډول عملونو له تکرار نه دې ډډه وکړي.
په ورته وخت کې د هېواد امنیتي ارګانونو( د کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت لوی ریاست) او د پوهنتونونو مشرتابه ته لارښوونه کیږي چې د پوهنتونونو او د تحصیلي او تعلیمي موسسو حریم ته د بهرنیو ځواکونو د ننوتو په جدي ډول مخه ونيسي.
که کله د ایتلاف ځواکونو له زور څخه په استفادې وغوښتل چې د پوهنتونونو او تحصیلي او تعلیمي موسسو انګړ ته ننوځي، د هېواد امنیتي ځواکونه دې د دوی د عدلي څارنې لپاره په خپل  وخت اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته