امنیت

د وسله والو طالبانو دوه تنه قوماندانان په لغمان ولايت کې ونيول شول .

–  کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان پرون په لغمان ولايت کې دملي اردو دځواکونو دامنيتي دندو په بهير کې ونيول شول .
دملي دفاع  وزارت دويندوى دمطبوعاتي دفتر يوه مسوول نن باختر آژانس ته خبرورکړ :   دوسله والو د ډلې دوه تنه قوماندانان چې په لغمان ولايت کې په  زياترو نا امنيو او ورانکارو فعاليتونو کې رول درلود دملي اردو دځواکونو دامنيتي دندو په بهير کې ددغه ولايت په مرکز کې له څلورو ميلو وسلو او له يوې اندازې پوځي تجهيزاتو سره نيول شوي  دي.
ديوبل خبرله مخې :  دملي اردو دځواکونو دهغو چاڼيزو عملياتو په بهير کې چې پرون  د نورستان ولايت د نورګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول شپاړلس کيلوګرامه باروت، دوه  دور بينونه، د ماين درې  زره پتاقۍ ،  يوه اندازه مهمات او پوځي جامې ترلاسه شوي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته