ټولنه

افغان امامان له خيبر پښتونخواڅخه شړل کيږي

کابل باختر دکب  اوومه نيټه :
د خيبر پښتونخوا ايالت سيمه ييزو مقاماتو تصميم نيولى دى چې افغان ملا امامان له دغه ايالت څخه وباسي .
د خيبر پښتونخوا ايالت دکورنيو چارو وزارت مقاماتو ويلي دي چې ٢٩٤ تنه افغان ملا امامان په دغه ايالت کې ژوندکوي او په ديني زده کړو او امامت بوخت دي .
باختر آژانس د ځينو رسنيو له خولې خبر راکړ چې دخيبر پښتونخوا ايالت سيمه ييزومقاماتو په ليکلي ډول ددغه ايالت ټولوکميشنرانو او د پوليسو مقاماتو ته لارښوونه کړې ده چې د يوې اوونۍ په دننه کې دې له دغه ايالت څخه د افغان ملا امامانو په شړلو اقدام وکړي.
په پيښور ښارکې د پوځيانو تر کنترول لاندې په يوه ښوونځي د تېر ميلادي کال د ډسمبر په مياشت کې له بريد وروسته چې له امله يې ددغه ښوونځي د زده کوونکو په ګډون څه ناڅه١٥٠ تنه ووژل شول؛ دخيبر پښتونخوا ايالت سيمه ييزو مقاماتو له دغه ايالت څخه د افغان مهاجرينو د شړلو پروګرام پيل کړ او په دغه ايالت کې د افغان ملا امامانو په وړاندې دغه تصميم هم ددغې پيښې په اړوند نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته