ټولنه

په بدخشان کې دشنو ساحو او دوحشي ژويو ساتنه .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
دبدخشان ولايت په واخان ولسوالۍ کې دځنګلو او شنو ساحو دساتنې او دوحشي ژويو د ښکار دمخنيوي په مقصد نوى پروګرام پيليږي.
دبدخشان ولايت دکرنې او اوبولګولو رياست د طبيعي منابعو امر نور محمد دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د واخان په ساتلو شويو سيمو کې دنوي پروګرام دعملي کولو موخه داده چې وکولاى شو دوحشي ژويو دښکار مخه ونيسو او ددغې سيمې ځنګلونه او ساحې د وحشي ژويو د ژوندانه د دوام او د واخان دکتنې وړ سيمې وساتلى شي .
واخان دافغانستان دويم ملي پارک دى او دبدخشان دنندارې وړيوه سيمه چې هرکال زيات سيلانيان دغې سيمې ته سفر کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته