امنیت

طالبانو پر سلام مخابراتي شرکت د بريد ګواښ وکړ

کابل / باختر/ د وږي ٤مه
وسله والو طالبانو ګواښ کړى دى چې د سلام پر مخابراتي شرکت او د هغه پر تاسيساتو اوڅانګو د استخباراتي مرکزونو په شان بريد وکړي.
د باختراژانس د خبر، له مخې طالبانو نن د يوې خبرتيا په خپرولو سره ويلي دي چې د سلام مخابراتي دولتي شرکت د دغې ډلې خبرداريو ته پاملرنه نه ده کړې او له دې وروسته به د دغه شرکت له کارکوونکو وسايطو او وسايلو سره د استخباراتي بنسټونو په شان چلند وکړي .
د طالبانو په نظر دغه شرکت استخباراتي فعاليت کوي او ويلي يې دي چې د فايبر نوري شبکه به بنده کړي، آن هغه کسان چې د دغه شرکت له سيمکارت څخه ګټه اخلي هم په مجازاتو ګواښلي دي .
د سلام مخابراتي شرکت دهغو دولتي مخابراتي شرکتونو له جملې څخه دى چې د طالبانو خبرتياوو او خبرداريو ته چې کواښ يې کړى دى دغه شرکتونه د شپې له خوا د فعاليت حق نه لري  پاملرنه نه ده کړې، بلکې خپلو خدمتونو ته يې دوام ورکړى دى.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ  وزارت سرپرست ويلي دي چې هيڅ ګواښ د دغه ملي شرکت د کار خنډ نه شي کېداى .
  ختم_عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته