خبرونهاقتصادTOPټولنه

په بلخ کې د ام‌البلاد په نوم د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ شو

کابل، د سلواغې ۱۶مه، باختر

د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ام‌البلاد په نوم د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ شو.

د بلخ د صنعت او سودا د ریاست مسوولین په یاد ولایت کې د کار نړۍ وال سازمان په مالي مرسته د ام‌البلاد په نوم د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ شو.

د یاد ولایت مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس د یاد نندارتون په پرانیست غونډه کې وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت په راتک سره ټولو صنعتکارانو او سوداګرو ته د  پانګونې ښه زمينه برابره شوې ده.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس امام الدین صنایع زاده، وویل، چې یاد نندراتون د کار نړۍوال سازمان په مرسته او د یاد ریاست په همغږۍ د کورنیو تولیداتو او په هېواد کې له پانګونې څخه د ملاتړ په موخه نږدې ۹۰ لویو او وړو شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي او ډېری غرفې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې دي.

ورته مهال د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس اسدالله اسدي وویل، چې دغه ډول نندارتونونو کولای شي د صنعت او سوداګرۍ د پراختیا لامل وګرځي او هڅه کوي چې د ورته نندارتونونو په جوړولو سره د ځینو نړۍوالو سوداګرو پام افغاني توليداتو ته راجلب کړي

د یادونې وړ ده چې په تېرو ١١ میاشتو کې په یاد ولايت کې دویم لوی نندارتون دی چې د ښځو په ګډون یو شمېر سوداګر او پانګه ‌وال پکې خپل لاسي توکي او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته