امنیت

د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځ په لوګرکې ونمانځل شوه

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ۸ مه
د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د ملاتړ ملي ورځ پرون د لوګر ولايت  په مرکز پل علم ښارکې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
په هغې غونډه کې چې دلوګر د والي، امنيه قوماندان، جنرالانو، د ولايتي  شورا د غړو، قومي مشرانو، د مدني ټولنې د فعالينو، سرتيرو، ورزشکارانو او د رسنيو په ګډون جوړه شوې وه؛ د لوګر والي محمد انور اسحاقزي دهېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو د قربانيو يادونه وکړه او زياته يې کړه: موږ ستاسو په قربانيو او اتلوليو  وياړو او دا تاسې ياست چې په خپلو  وينوسره د دغه هېواد د لويشت – لويشت خاورې څخه دفاع کوئ .
په دغو مراسموکې دلوګر ولايت دملي امنيت رييس بريد جنرال اميرجان ناصري او څو تنو مخورو او قومي مشرانو هم خبرې وکړې او د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د اتلوليو يادونه يې وکړه او له دغو ځواکونو سره يې خپل ملاتړ څرګند کړ .
  ختم_ شکريه_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته