نړۍ

تاجکستان د دغه هېواد ښځو ته ملي جامې طرحه کوي

دوشنبه/ ايرنا/ باختر د چنګاښ يو ديرشمه :
د تاجکستان د فرهنګ وزير وويل چې د پردي پالنې د مخنيوي په خاطر ښځو ته د ملي جامو د قالب او بڼو د برابرولو طرحه ترلاس لاندې لري .
  د ايرنا خبري آژانس د سيمه ئيزو سرچينو له خولې خبر راکړ:
(شمس الدين آروم بيک زاده) په دوشنبه ښارکې په يوه خبري غونډه کې زياته کړه: په همدې موخه د جمهوري رياست په لارښوونه يو تخصصي کميسيون  د ملي جامو په برابرولو بوخت دى .
ده څرګنده کړه: ( په رښتيني توګه د ښځو لپاره د ملي جامو د طرحې برابرول يوه اړتيا ده او همدا اوس کارپوهان او تخصصي کميسيون د ډيرې ښې طرحې د انتخاب لپاره د فعاليت په حال کې دي .
  د ټولنې د غړو د جامو د يو خيل کولو او د مذهبي جامو په تېره بيا په ګڼ ميشتو ځايونوکې د دغو جامو د کارولو د مخنيوي لپاره د تاجکستان د حکومت هلې ځلې د بشر د حقوقو د مدافعانو له نيوکو سره مخامخه شوې دي چې دغه موضوع يې په شخصي ژوندانه کې لاسوهنه او د هېوادوالۍ د آزاديو محدودول بللي دي .
د تاجکستان د فرهنګ وزير وويل چې دملي جامو په برابرولوکي ملي دودونو ته  د پاملرنې په ترڅ کې د ټولنې ننني پرمختګ هم په پام کې  نيول کيږي او په ټوليزه توګه هغه جامې دي چې دټولنې د خوښې وړ ګرځي .
د تاجکستان د فرهنګ د وزير دغه خرګندونې د دودونو، جشنونو او دمذهبي مراسمو د تنظيم د قانون د تصويب دلسمې کاليزې په مناسبت دتاجکستان د جمهور رييس امام علي رحمان له وينا څخه لس ورځې وروسته شوې دي چې يوځل بيا يې د ملي جامو د کارولو د فرهنګ د پياوړتيا په اړتيا ټينګار کړى دى، نه په پردي پالنې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته