سیاست

دمبارکي پيغامونه

کابل باختر د غبرګولي پنځلسمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني ، اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نورو دولتي مسوولينو او دافغانستان دټول مسلمان ملت په نامه نن هم دنيکمرغه کوچني اختر په مناسبت باختراژانس ته دمبارکۍ پيغامونه رسيدلي دي . په پيغامونو کې دنيکمرغه کوچني اختر په مناسبت دډيرو ښو مبارکيو دڅرګندولو ترڅنګ دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه دهېواد ټول مسلمان او ميړني ملت ته دتلپاتې سولې ، امنيت او تيکاو ترقۍ او سوکالۍ هيله شوې ده دغه راز په پيغامونو کې ددې تر څنګ چې دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه په هېواد کې دوروستيو پيښو شهيدانو ته دفردوس جنت او ټپيانو ته دبيا روغتيا هيله شوې ده ، په هېواد کې دجګړې او دوينې دتوييدو دبندولو او دغه راز په اوسنيو سختو شرايطو کې دملي يو والي پيوستون باندې ټينګار شوى دى او له فساد او له نورو ټولنيزو ناخوالو سره مبارزې ته هم اشاره شوې ده . دغه پيغامونه ديوشمير وزارتونو او نورو دولتي اداروله هېواد څخه په بهر کې دافغانستان دشفارتونو او نمايندګيو ، خصوصي اتحاديو ، فرهنګي او ټولنيزو بنسټونو او ټولنو ، قومي شوراګانو ، پوهنتونونو او دلوړو زده کړو موسسو او ددولتي او خصوصي ليسو اوکليو له خوا رارسيدلي دي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته