سیاست

اجرائيه رئيس د سرپل له قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل

کابل باختر د کب پنځه ويشتمه :
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کې د خپل کار په دفترکې د سرپل ولایت له یوشمېر قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره وکتل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د سرپل ځوانانو او مشرانو خپلې ستونزې له اجرائيه رئيس سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه، چې د سرپل امنیتي وضعیت ته دې اساسي پاملرنه وشي.
هغوی دغه راز د جوزجان پوهنتون لپاره د یوه کتابتون د پرانستلو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل، چې دسرپل ځوانان دې په دولتي جوړښتونو کې استخدام شي.
د هېواد اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د سرپل قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به په اساسي ډول وڅېړي او د دې ولایت د امنیت لپاره به اقدامات وکړي.
هغه دغه راز وویل، چې ډېر ژر به په جوزجان پوهنتون کې د کتابتون پرانسته وکړي او هم به په شرایطو برابر کسان په اړوندو ادارو کې استخدام شي.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته