فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معینې د آی سي سي آر له عمومي مشرې سره وکتل

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٢  نيټه 
په نوي ډیلي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معینې د خپل کاري سفر په ترڅ کې د روان م کال د سپتامبر دمیاشتې په ۱۱ مه نېټه د هند د فرهنګي شورا(ICCR)   له عمومي مشرې، ریوا ګنګلي داس سره په خپل کاري دفترکې وکتل.
باخترآژانس ته د رارسيدلى خبر له مخې
د دې ناستې موخه چې پکې د سفارت فرهنګي اتشې اجمل عالم زي هم ګډون کړی وو د هند-افغانستان تر منځ د لمړنۍ فرهنګي اوونۍ د لمانځنې ، د دواړو هیوادونو د کلتوری مشترکاتو په اړوند ددی هیواد په تحصلی، علمی او کلتوری مرکزونو کې د یو کلن کمپاین په لاره اچونه او ددی ترڅنګ د مختلفو کلتوری اود ظرفیت جوړونی مختلفی برنامې په لاره اچونۍ وي.
په پیل کې مژګان مصطفوي له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د هند له بیسارو مرستو څخه مننه وکړه، په همدی توګه مصطفوی د دواړ هیوادونو ترمنځ د فرهنګي دیپلماسی له لاری  په اوسنیو حساسو شرایطو کې د لازیاتو کلتوری برنامو په لاره اچونه د دواړو هیوادونو لپاره ضروری وبلله.
مصطفوی زیاته کړه چې باید په کادری او مسلکی برخو کې د هند فرهنګي شورا د لنډ مهاله او اوږد مهاله بورسونو په اړوند خپله پاملرنه زیاته کړی. 
د (ICCR)  عمومي مشرې ګنګلی داس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معینی مژګان مصطفوی ته په نوي ډیلی کې له افغان سفارت سره د خپلو فرهنګي اړیکو او همکاري په اړوند معلومات وړاندی کړل د هند د فرهنګي شورا مشرې همداراز د هوټلونو د منجمنت  او ګرځندوی په مختلفو برخو کې د اوږد مهاله او لنډ مهاله بورسونو او همکاریو ژمنه وکړه. ختم- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته