سیاست

د واليانو دملي کنفرانس د پريکړو تطبيق په مقصد لومړنۍ تخنيکي غونډه جوړه شوه.

کابل باختر د زمري  اتمه :
دسيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د واليانو دملي کنفرانس دپريکړو دتطبيق په مقصد د امنيتي او قضايي او دسکټوري ادارو په ګډون ديکشنبې په ورځ ددغې ادارې په مرکزي تالار کې لومړنۍ غونډه جوړه کړه .
دسيمه ييزو ارګانونودخپلواکې ادارې يوخبرځاى باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې دکورنيو چارو، ماليې، سوداګرۍ او صنايعو د ښځو دچارو او د ملي دفاع د وزارتونواو دملي امنيت دلوى رياست استازو ګډون کړى و .
دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې د پاليسۍ او مسلکي معين فريد ماموندزي دخبروپه ترڅ کې د واليانودملي کنفرانس پريکړو ته اشاره وکړه او دسيمه ييزې حګومتوالۍ پياوړتيا انډوليزه پرمختيا، د امنيت پياوړتيا او د اړوندو ادارو ترمنځ همغږۍ مهمه وبلله .
په دې غونډه کې طرحه شوه چې د واليانو دملي کنفرانس پريکړه دې بايد د فرمان په ډول دجمهوري رياست دمقام له خوا صادر شي اويا دې د وزيرانوشورا په مصوبه کې ځاى کړى شي چې عملي کول يې د ټولو اړوندو ادارو له خوا دمنلو وړوګرځي.
  وروسته برخه والو په وار سره د واليانو دملي کنفرانس دپريکړو دعملي کولو په باب ټينګار وکړ او له دغو پريکړو سره يې خپل ملاتړ اعلام کړ .
په دې غونډه کې ټينګار وشو چې هرې ادارې ته ددغو پريکړو دعملي کيدو لپاره مشخص وخت وټاکل شي.
دغه راز د اړوندو ادارو ترمنځ همغږۍ ددغه کار په اجرا کولو کې يوه مسئله وه چې پرې خبرې وشوې .
د يادونې وړ ده چې واليانو په ملي کنفرانس کې په سيموکې  د امنيتي، قضايي او پرمختيايي برخو دکارونو مشخصول، واليانو ته د زيات واک ورکول او ولايتونو ته مرکزي ادارو په سلوکې دڅلويښتو پرمختيايي بودجې ليږدول د واليانو له مهمو غوښتنو څخه و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته