امنیت

١١٥ تنه ډار اچوونکي دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ووژل شول .

کابل باختر دزمري  نهه ويشتمه :
١١٥ تنه تروريست  طالبان دهېواد په بيلابيلو سيمو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو دعملياتوپه بهير کې  ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي . په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلو په موخه ګډ عمليات دهېواد په بيلابيلو سيموکې ترسره کړل چې له امله يې دداعش  دډلې دڅلورو تنو غړو په ګډون ١١٥ تنه ډار اچوونکي وژل شوي  ١٠٥ تنه ټپيان او درې تنه نور ونيول شول .
دغه عمليات دننګرهار  ، کاپيسا ، پکتيا ، پکتيکا ، غزني ، لوګر ، قندهار ، روزګان ، غور ، بادغيس ، بغلان، فارياب او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي چې له امله يې دپکتيا ولايت دجاني خيلو ، احمد خيلو او جاجي اريوب په ولسواليو کې ٤٨ تنه تروريستان وژل شوي ٣٠ تنه ټپيان او ددښمن يوه اندازه  وسله اومهمات  له منځه تللي دي او دغور ولايت په تيورۍ ولسوالۍ کې ٢٠ تنه ډار اچوونکي وژل شوي ٣٤ تنه ټپيان او ددښمن دوه موټرونه ، شپاړلس موټرسايکلونه اوپنځه کلک سنګرونه له منځه تللي دي .
دهلمند ولايت په ناوې اوسنګين ولسواليو کې ٢٢ تنه ډار اچوونکي وژل شوي  ١٢ تنه ټپيان او دروزګان ولايت په مرکز کې اته تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ١٥ تنه نور ټپيان شوي دي او دغه راز دغه عمليات چې دغزني ولايت دمرکز  په قلعه قاضي ساحه او په ده يک اوګيرو ولسواليو کې ترسره شول اووه تنه  تروريست طالبان وژل شوي او ١٤ تنه نور ټپيان شوي دي او دلوګر ولايت په څرخ  ولسوالۍ کې دوه تنه ډار اچوونکي وژل شوي او درې تنه نور نيول شوي دي .
دپکتيکا ولايت په ګوملې ولسوالۍ کې څلور تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ددښمن يوه موټر له منځه تللى دى .  او دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې څلور تنه داعشيان وژل شوي دي .
دغه راز دملي دفاع  وزارت وايي په تيرو څلروويشتو  ساعتو کې ٢٠ پلان شوي چاڼيز عمليات ٢٢ ځانګړي عمليات او دوه شپنۍ عمليات دهېواد په ديارلسو ولايتونوکې ترسره شوي او هوايي ځواکونو هم  دملي اردو دځواکونو دملاتړ ١٢٧ هوايي الوتنه ترسره کړي دي ددښمن ځالو ته ٣٤ ګوزارونه اړول شوي دي
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته