امنیت

يو تروريست په کابل کې ونيول شو

کابل / دوږي ٢٧مه / باختر: يو ځانمرګي بريدګر د کابل ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د پوليسو له خوا ونيول شو. د کابل د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دکورنيو چارو وزارت له تروريزم سره د مبارزې پوليسو يو تروريست له يوځانمرګي واسکټ ، يوې تومانچې له يوشمېر تبليغاتي پاڼو سره د پنځمې حوزې د قلعه واحد له ساحې څخه ونيوه . په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې ځانمرګي واسکټ د کابل د امنيې قوماندانۍ د انجنيرى ټيم له خوا شنډ شو او پېښه د کورنيوچارو وزارت له تروريزم سره د مبارزې د ادارې تر څيړنې لاندې ده . ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته