روغتیا

يونيسف دباميانو له عامې روغتيا سره مرسته وکړه .

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٨
دملګرو ملتو سازمان ديونيسف دفتر دباميانو ولايت دعامې روغتيا له رياست سره د ٩٦ زرو ډالرو په ارزښت د دوو امبولانسونو مرسته وکړه دباميانو ولايت دعامې روغتيا درياست سرپرست ډاکتر وافى باختر آژانس ته وويل :دملګرو ملتو سازمان ديونيسف دفتر ددغه ولايت دعامې روغتيا له رياست سره دڅلورو امبولانسونو ژمنه کړې وه.
چې نن دوه امبولانسونه يې دغې ادارې ته وسپارل شول ده زياته کړه همدا اوس دغه رياست څلور امبولانسونه لري چې په ٢٤ ساعتو کې دناروغانو او د ناروغ لرونکو په خدمت کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته