امنیت

دافغانستان په ختيځ کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٣
اووه تنه وسله وال طالبان دافغانستان په ختيځ کې له امنيتي ځواکونو سره په نويو نښتو کې ووژل شول.
دغه وسله وال طالبان تيره شپه ناوخته دکونړ او دنورستان په ولايتونو کې هغه وخت ووژل شول چې له پاکستان څخه يې دافغانستان دسرحدي پوليسو په پوستو بريد وکړ دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې نښته کې چې يو ساعت يې دوام وکړ اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.ده وويل: په دې پيښه کې سرتيرو او ملکي وګړوته زيان نه دى رسيدلى.
ويل کيږي له نښتې وروسته دوسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.دافغانستان په ختيځ کې دکونړ او نورستان ولايتونه له پاکستان سره د اوږدې پولې په لرلو سره تل د طالبانو او دحقاني او دالقاعده دشبکې په ګډون دترورستي ډلو دفعاليت ډګر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته