امنیت

په قندهارکې څلور تنه ماين ايښودونکي ووژل شول.

کابل  باختردلړم دمياشتې ٧ :
څلور تنه ماين ايښودونکي طالبان په قندهار کې دعملياتو په بهيرکې ووژل شول .
په دغو ماين ايښودونکو نن سهار کله  چې دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې  غوښتل  ماين ځاى پرځاى کړي دافغان او ناټو ځواکونوله خوا ورباندې بريد وشو او ووژل شول.
باخترا ژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې  خبر راکړ چې طالبانو غوښتل  ددغو ماينونو په ايښودولوسره  داخترپه دريمه ورځ دافغان او ناټو دځواکونوپه کاروان او ملکي وګړو بريد وکړي.
خبرپاڼه زياتوي چې ددغو عملياتوپه بهير کې څلور واړه  ماين ايښودونکي وژل شوي دي .
ناټو وايي ددغو عملياتو په بهيرکې ملکي وګړو ته زيان نه دى رسيدلى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته