فرهنګ

٧٧ قلمه تاريخي آثار دکابل ملي موزيم ته وسپارل شول

کابل – باختر دتلې ديرشمه
دلوګرولايت دعينکو دمسو دکان په ساحه کې ٧٧ قلمه ترلاسه شوي تاريخي آثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دلرغون پوهنې د رييس له خوا ملي موزيم ته وسپارل شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دلرغون پوهنې رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغو تاريخي آثارو له لومړي ميلادي پيړۍ څخه تر اوومې ميلادى پيړۍ پورې اړه درلود چې خټنې مجسمې، ډبريني مجسمې ، خټين لوښې او هنري لوښې شته چې دانسان او د زمري تصويرونه او نور تصويرونه پکې کښل شوي دي.
ده زياته کړه چې دغه آثار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دلرغون پوهنې د رياست دلرغونپوهانو په هلوځلو او دپولند ،فرانسې ،انګلستان، برازيل ،ترکيې او دلبنان دهيوادونو دلرغونپوهانو دټيم او فرانسې د ډافا دفتر په همکارى د روان کال په بهيرکې دعينکو دغره په لمنو،د ولي بابا په غونډي او په ښامار غونډي کې ترلاسه شوي دي.
تيموري زياته کړه چې دغه آثار داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دملي موزيم او دلرغونپوهنې د ملکي کارکوونکو له خوا د ابتدايي وقايې او له ثبت او سجل وروسته ،دملي موزيم رييس عمراخان مسعودي ته وسپارل شول.
ده دغه راز دلوګر ولايت دعينکودمسو دکان دساحې دمحافظت غونډاو دکورنيو چارو د وزارت دصفر-١٢ قطعې له امنيتي منسوبينو څخه چې دلرغونوساحو د امنيت په تامينولو او دتاريخي آثارو په کيږدونه کې يې همکاري کړې ده ،قدرداني وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته