سیاست

دبغلان والي له خلکو څخه وغښتل چې دراتلونکو انتخاباتو لپاره نوم ليکنه وکړي .

 کابل باختر د ثور يوولسمه :
  دبغلان والي دانتخاباتو بهير برخليک ټاکوونکي وباله او له خلکو  څخه يې وغوښتل چې په پراخ ډول په هغو کې  دګډون لپاره چمتو شي
  دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې،   دبغلان والي عبدالحي نعيمي  نن ددغه ولايت  دانتخاباتو دولايتي کميسيون دغړو په غونډه کې خبرې وکړې او دغه راز خبر دارى يې ورکړ چې دانتخاباتو په بهير کې  هيڅوک دلاس وهنې حق نه لري .
دغه غونډه ددولتي ادارو او دسياسي ګوندونو داستازو دمدني ټولنې دغړو درسنيو کارکوونکو او دپلخمري ښار دلسګونو تنو اوسيدونکو په ګډون دنوم ليکنې دبهير دچټګوالي په موخه  جوړه شوې وه .
دبغلان والي انتخابات دافغانستان دخلکو يو ملي او هميشني ارمان وباله او ويې ويل هغه کسان چې دخپلې تابعيت تذکرې   پلوري په حقيقت کې  خپل ځان پلوري او هغه کسان يې چې اخلي ملي خايينان دي دنيولو په صورت کې مجازات کيږي
ده وويل چې نه حکومت   دانتخاباتو په بهير کې لاسوهنه  کوي او نه چاته اجازه ورکوي چې په دغه بهير کې تقلب وکړي .
دبغلان دانتخاباتو  ولايتي رييس عبدالملک  دراي ورکوونکو دنوم ليکنې په بهير کې  له همکارو بنسټونو  څخه په قدرداني  سره له ټولو سياسي بهيرونو ، مدني ټولنې ، عالمانو ، سپين ږيرو ، رسنيو او د ښوونځيو او پوهنتونونو له استادانو څخه وغوښتل چې ددغه بهير دپوهاوي او چټکوالي په برخه کې  دانتخاباتو له کميسيون سره همکاري وکړي .
په دې غونډه کې ګډون کوونکو هر يوه په بغلان کې دانتخاباتو دبهير په ملاتړ په شفافيت او ددولت او زور واکو  په نه لاس وهنې ټينګار وکړ .
  ختم- سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته