کابل/ دغبرګولي ٥/ باختر
پوليسو نن يو موټرسايکل سپور غل د کابل ښار له دريمې ناحيې څخه ونيو.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باخترآژانس خبريال ته وويل؛
د علي سجاد په نامه يو موټرسايکل سپورغل چې له څه مودې را په دې خوا له موټرسايکل څخه په استفادې سره د کابل ښار په درېيمه ناحيه کې په غلا او شوکمارۍ لاس پورې کاوه د پوليسو په اوپراتيفي عملياتو کې وپېژندل شو او ونيول شو.
پاى \ ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ