فرهنګ

د اطلاع رسوني مامورین مکلف دي چې پر وخت او کره توګه اطلاعات له رسنیو او خلکو سره شریک کړي

کابل باختر د غبرګولي اوومه
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون او د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز، د وزارتونو او دولتي ادارو د ویندویانو او اطلاع رسونې مامورینو لپاره ښوونیز ورکشاپ جوړ کړ.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي.
په دې ورکشاپ کې چې دسه شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې ورځې لپاره جوړ شو؛ د اطلاع رسونې مامورینو ته، اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په اړه معلومات ورکړل شول
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز سرپرست، فیروز بشري د ورکشاپ په پیل کې وویل  د وزارتونو او دولتي ادارو د اطلاع رسونې مامورین مکلف دي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون پر بنسټ په کره توګه اطلاعات له رسنیو او خلکو سره شریک کړي.
هغه هیله څرګنده کړه چې د ورکشاپ ګډونوال اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون او دغه راز اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د کړنو د څرنګوالي په اړه اړین پوهاوی تر لاسه کړي.
ښاغلي بشري،په دې باندې په ټینګار سره چې د اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي په برخه کې د اسانتیا رامنځته کول د حکومت اصلي موخه ده، وویل چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز پر درېوو اساسي محورونو؛ د وړتیا لوړولو، د حکومت د ویندویانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو او پیاوړتیا او د کنفرانسونو او ځانګړو مرکو ترسره کولو باندې په دوامداره توګه کار کوي.
نوموړي وویل، چې حکومت له ملت سره پر وخت او کره اطلاعاتو شریکولو ته ژمن دی او اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو حق ګڼي.
د ۳۴۳ مطبوعاتي کنفرانسونو ترسره کول او د دغو کنفرانسونو په اړه څه د پاسه د ۳۲۰ مطبوعاتي اعلامیو ترتیبول او لیکل په تیر کال کې د اطلاعاتو د شریکولو په برخه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مهم فعالیتونه ګڼل کیږي.
د همغږۍ د پیاوړتیا او اطلاعاتو ته د لاسري په برخه کې د رسنیو د ستونزو د مالومولو په موخه له رسنیو څخه لیدنه د دغه مرکز نور فعالیتونه تشکیلوي، چې اوس هم دوام لري.
بشري وویل: د حکومت د ویندویانو ترمنځ همغږي پیاوړې شوې او ویندویان په منظمه توګه پر خپل وخت دقیق اطلاعات د ولس او خبریالانو په واک کې ورکوي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي دکمیسیون مشر عین الدین بهادري دغه راز وویل، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د اطلاع رسونې او د اطلاعاتو د همغږۍ په برخه کې په وروستیو څو کلونو کې تاریخي او تلپاتې سفر پیل کړی دی.
ده د حکومت د رسنیو د مرکز له رهبري څخه مننه وکړه چې د اطلاع رسونې  او د رسنیو او ویندویانو تر منځ د اړیکو د ټینګښت په برخه کې یې خپلې ژمنې په جدیت سره سرته رسولې دي. 
بهادري په دې باندې په ټینګار سره چې د افغانستان د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د سیمې په کچه یو له ډیرو غوره قوانینو څخه دی، رسنیو او خلکو ته د اطلاعاتو د رسولو په برخه کې د نورو په پرتله د وزارتونو او ادارو د ویاندویانو او د اطلاع رسونې د مامورینو ونډه ستره وبلله.پاى-فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته