ټولنه

د “بازماندگان فداکار افغانستان” خيريه موسسه پرانیستل شوه

کابل/ د ليندۍ ١٢مه/ باختر
د "بازماندگان فداکار افغانستان" خيريه موسسه د هېواد د امنيتي او دفاعې ځواکونو د شهيدانو او معلولانو د ستونزو د څېړنې په موخه نن پرانيستل شوه .
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د "بازماندگان فداکار افغانستان" خيريه موسسې بنسټ ايښودونکي اجمل عمر يزدان پرست د دغې موسسې د پرانيستلو په غونډه کې وويل: زموږ موسسه يوه غير دولتي موسسه ده چې اساسي موخه يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو د پاتې کسانو ستونزو ته رسيدګي ده.
هغه زياته کړه: د هر شهيد سرتېري پاتې کسانو لپاره په مياشت کې٧٥٠٠ افغانۍ، د هر شهيد افسر د پاتې کسانو لپاره٨٥٠٠ افغانۍ او د هر شهيد جنرال د پاتې کسانو لپاره ١٠٠٠٠ افغانۍ مرسته په پام کې نيولې ده.
هغه زياته کړه: دغه موسسه په پام کې لري د روغتيايي ، تعليمي او تحصيلي خدمتونو د وړاندې کولولپاره د هېواد په مرکزکې يو ښوونځى، يو پوهنتون، يو روزنتون او يو روغتون د شهيدانو پاتې کسانو ته جوړ کړي او وروسته به دغه کار د هېواد څلورو  زونونو ته پراختيا ورکړي.
يزدان پرست د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو د پاتې کسانو ستونزو ته د ښې رسيدنې لپاره د خلکو او نورو بنسټونو د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.
د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ معينې حسنا جليل د دغې موسسې د نوښت قدرداني وکړه او  ويې ويل: د امنيتي ځواکونو د شهيدانو کورنۍ او معلولين زموږ د کورنۍ يوه برخه ده او هېڅګله نه هيرېږي.
هغې له دغې موسسې سره خپل ملاتړ اعلام وکړ او زياته يې کړه: موږ دامنيتي ځواکونو شهيدانو ته په دوو برخوکې کار کړى دى چې يو يې د ژمي بشپړ لګښت او بل يې د هغوى د سندونو د پړاوونو د بشپړولو ساده کول دي چې له دې وروسته د شهيد وارث به په اسانۍ سره خپل حقوق ترلاسه کړي.
هغې زياته کړه: موږ د پوليسو ځواکونو ١٥٠ تنه معلولين چې د کار وړتيا يې لرله؛  د کابل په مربوطاتوکې وپېژندل او جذب مو کړل.
په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي محمد قسيم خوشي وال وويل: د دغې موسسې پرانيستل د ستاينې وړ نوښت وباله او له ملي او نړيوالو همکارو بنسټونو څخه يې وغوښتل چې له دغې موسسې سره مرسته وکړي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته