ښوونه او روزنه

خبرتيا

-کابل باختر د ليندى  يوولسمه :
دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا
دلوړو زده کړو وزارت په ټينګار سره ابلاغوي چې کوم بل ولايت اويا بل  ځاى ته دقندهار  دکرنې دپوهنتون دځاى دبدلون په  اړوند هيڅ راز تصميم يا پروګرام شتون نه لري  او په دې اړوند دهر راز اوازو خپرول په بشپړه توګه درواغ دي .
  دقندهار دکرنې پوهنتون ددوست هېواد هندوستان په مرسته دټولنې له اړتياو سره سم او دقندهار ولايت دکرنيزوالي اودکرنې لپاره دمناسبې ځمکې په پام کې نيولو سره ددغه پوهنتون او دکرنيزو څيړنو دترسره  کولو لپاره ډير ښه ځاى بلل شوى دى .
له دې امله يوشمير مغرض  کسان په تيره بيا ددغه بنسټ پخوانى رييس دخپلو شخصي ګټو دترلاسه کولو په موخه په دې برخه کې  داوازو او دافواهاتو په خپرولو لاس پورې کوي اوهلې ځلې کوي چې ددغه پوهنتون فضا ګډوډه کړي .
  که چيرې دغه شان عملونه دوام ومومي دلوړو زده کړو وزارت خپل مسووليت بولي چې له عاملانو سره  يې قانوني چلند وکړي .
دلوړو زده کړو وزارت دقندهار دکرنې پوهنتون دپياوړتيا او پرمختګ په موخه دلوړو زده کړو وزارت دملي ستراتيژۍ له پلان سره  سم عمل کوي او په دې  لاره کې به له هيڅ راز  هڅو او هاندڅخه ډډه ونه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته