امنیت

دوسله والو مخالفينو يو قوماندان اوشپاړلس تنه بزګران ونيول شول

پوليسو په هلمند ولايت کې په دوو جلاجلا پيښو کې ددولت دوسله والو مخالفينويو قوماندان اوسپاړلس تنه بزګران چې دکوکنارو په کرکيلي يې لاس پورې کړي و ونيول.

دهلمندولايت  دمقام دمطبوعاتي دفتر دباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ دغه بزګران  دګرشک ولسوالۍ ددښتي په سيمه کې له هغه رووسته ونيول شول چې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې له پوليسو سره يې نښته وکړه او له امله يې اته ژوري څاګانې ويجاړي  اوشپاړلس تنه بزګران ونيول شول.

دخبرځاى دڅرگندونو له مخې دغو بزګرانو کوکنارکرلي و.

په يوه بله پيښه کې ددولت دوسله والو مخالفينو يو قوماندان په ګرشکن ولسوالۍ کې ونيول شو.

دغه قوماندان زړګي نوميږي  او دګرشک ولسوالۍ ددښتي په ساحه کې  په ورانکارو اوتروريستي فعاليتونو بوخت و چې دپوليسو له خوا له وسلې سره يې ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته