نړۍ

په ليبيا کې له داعش سره دزرګونو پوځي مليشو دپيوستون احتمال .

مسکو  باختر د غبرګولي اته  ويشتمه :
  دروسيې دسپوتينګ خبري اژانس پرون دالمان دشپيګل  مجلې له خولې وليکل  چې دالمان دحکومت دپټې تجزيې او تحليل له مخې  ښايي په لسګونو زره تنه پوځي مليشې په ليبيا کې دداعش له ډلې سره يوځاى شي .
  دشپيګل مجلې ليکلي دي چې دهمدغې  تجزيې  او تحليل او دغه راز دهغو اطلاعاتو له مخې  چې دغه مجله يې واک کې لري   دجلا جلا پوځي مليشو نږدې يو زرو پنځه سوه ډلې همدااوس په ليبيا کې فعالې دي چې ددغو ډلو ټول  شمير له سلو زرو څخه تر دوه سوه زرو تنو پورې رسيږي .
دشپيګل  دخپرونې په ليکنه  دليبيا حکومت په دغه هيواد کې له دغو پوځي مليشو سره دمقابلې لپاره کافي سرچينې په واک کې نه لري .
دهمدې خبر له مخې  دليبيا ځينو پوځي مليشو دداعش تروريستي ډلې ته وفاداري  اعلام کړې ده .
ليبيا د ٢٠٠١ ميلادي کال راپديخوا په کورنى جګړه کې لټاړه  ده  او مقتدر  مرکزي دولت نه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته