ټولنه

د مايمي او دروازونو د ولسواليو خلکو برېښنا ته لاسرسى پيدا کړ

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٧مه :
د جمهوري رياست سترسلاکار ډاکترهمايون قيومي د برېښنا رسولو څو شبکې پرانيستلې او د بدخشان د مايمي او دروازونود ولسواليو ٦٥٦ کورنيو له برېښنا څخه برخمنې شوې.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: د افغانستان برېښنا شرکت د ١٩ ترانسفارمرونو د مونتاژ او درولو قرارداد چې د ١٠٥٠ کيلو واټه امپير برېښنا د توليد ظرفيت لري، د پامير انرژۍ له شرکت سره لاسليک کړى و چې د هغو په مونتاژ او درولو سره له تاجکستان سره په پوله کې د بدخشان د مايمي او دروازونو د ولسواليو  ٦٥٦ کورنۍ برېښنا ته لاسرسى پيدا کړ.
په همدې  حال کې د پامير انرژۍ له شرکت سره د نورو ٩ ترانسفارمرونو د درولو قرارداد لاسليک شو. دغه ترانسفارمرونه چې ٥٥٠ کيلو ولټه برېښنا د توليد ظرفيت لري، په بر درواز، اشکاشم، نسي او مايمي ولسواليوکې درول کېږي او ٤٣٠ کورنۍ به له د هغې برېښنا څخه ګټه واخلي او لګښت يې د آغاخان بنسټ او آلمان هېواد ورکوي.
د ماليې وزارت سرپرست ډاکترهمايون قيومي د انرژۍ او اوبو وزارت له  سرپرست  انجنيرمحمدګل خلمي او د افغانستان برېښنا شرکت له لوى رييس امان الله غالب سره د يو شمېر تولګټو شبکو د پرانيستلو او قرداد د لاسليک کولو په مقصد د بدخشان لرو پرتو ولسواليو ته سفر کړى دى.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته