امنیت

دچمتال ولسوالۍ د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوه .

کابل باخترد چنګاښ  نولسمه :
دبلخ ولايت دچمتال ولسوالۍ پرون  دډار اچوونکو له شتون څخه په بشپړه توګه پاکه شوه . 
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو په دغو عملياتو کې  چې څلور ورځې مخکې  ددغه ولايت په چمتال  ولسوالۍ کې پيل شول  ددغه ولسوالۍ او دجوزجان ولايت دفيض اباد ولسوالۍ  ځينې برخې ددښمن له شتون څخه پاک شول .
ده زياته کړه چې په دغوعملياتو کې وسله والو مخالفانو  ته دسرزيان اوښتى دى چې دقيق شمير يې  وروسته اعلامېږي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته