سیاست

د ملګرو ملتو په سازمان کې د امريکا د جمهور رئيس د ويناپر خلاف غبرګونونه

نيويارک بي بي سي  باختر دوږي دمياشتې ٢٩  نيټه  :
د ملګرو ملتو د سازمان په عمومي اسامبله کې د امريکا د جمهور رئيس دونالدترامپ لومړۍ وينا چې د شمالي کوريا د له منځه وړلو او د امريکايانو لپاره د برجام خجالت کوونکى ګواښ ورسره و، تند غبرګونونه راپارولي دي.
باختر آژانس د بي بي سي د خبري شبکې له خولې خبر راکړ:
ترامپ تېره شپه د ملګرو ملتو د سازمان په عمومي اسامبله کې او د نړۍ د زياترو هېوادونو د مشرانو په وړاندې وويل چې نه شي کولاى اجازه ورکړي چې دغه جنايتکار رژيم په سيمه کې خپلو بې ثباتوونکو فعاليتونو ته دوام ورکړي او خپل راکټي توان زيات کړي .
ده دغه راز د شمالي کوريا اټومي بحران ته په اشارې سره وويل: امريکا يو داسې هېواد دى چې زيات صبر او توان لري، موږ هيله من يو چې د کوريا بحران له سوله ييزې لارې حل شي. خو که چيرې بله چاره نه وي پاتې، هغه وخت د دې قدرت لرو چې شمالي کوريا له منځه يوسوو.
ترامپ د شمالي کوريا د مشر کيم جونګ اون په راکټي سړي بللو سره وويل: د ملګرو ملتو سازمان بايد د کوريا د بحران په کنترولولوکې خپل کړه وړه سر له اوسه وښيي.
ده د ايران او له دغه هېواد سره د اټومي موافقې په باره کې يو ځل بيا د دغې موافقې د يو اړخيز والي او بدوالي په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه: (( موږ نه شو کولاى چې په موافقې ژمن پاتې شوو، که چيرې د يو اټومي پروګرام د جوړولو لپاره يو برغولى وي. ))
د امريکا د جمهوررئيس وينا په ډير لنډ وخت کې په امريکا کې له کورنيو او نړيوالو  غبرګونو نو سره مخامخه شوه.
د فرانسې جمهور رئيس امانويل ماکرون چې هغه هم د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتو د سازمان عمومي اسامبلې ته ورغلى دى، د ترامپ په خبرو په نيوکې سره وويل: د شمالي کوريا اټومي پروګرام د دې لپاره ده ته رسيدلى دى چې نړيوالې ټولنې د دغه پروګرام او  د پيونګ يانګ د ژمن ساتلو په باب د څارنې لپاره کوم کار نه درلود.
د فرانسې جمهور رئيس ټينګار وکړ: البته له ايران سره اټومي موافقه نه شي کولاى ټولې ستونزې حل کړي او د دغه شان هدف لپاره به  منظوري کافي نه وي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمدجواد ظريف چې د دغه هېواد د جمهور رئيس حسن روحاني په ملګرتيا په نيويارک کې دى، د ملګرو ملتو د سازمان په عمومي اسامبله کې د دونالدترامپ د وينا په غبرګون کې دغه څرګندونې عوام غولوونکې وبللې او ويې ويل: امريکا لپاره له تجريد پرته بل حاصل نلري.
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته