سیاست

جمهورريیس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو له ځانګړې استازې سره خبرې وکړې

کابل/ د غویي ٨ مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون مازیګر د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان له ځانګړې استازې دیبرا لوینز سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په پیل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې وویل: افغانستان ته پر خپل بيا راتګ او دغه مهم مسوولیت خوښه یم. هغې زیاته کړه: د افغان دولت د لومړیتوبونو ترڅنګ به په سیاسي مسایلو، د سولې پروسې او له کرونا ویروس سره پر ګډه مبارزه تمرکز او کار وکړي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان نوې استازې وویل: د افغانستان دولت او د ملګرو ملتو سازمان ترمنځ د همکارۍ د نوي څپرکي د پرانیستلو غوښتونکې ده، ترڅو د ملګرو ملتو سازمان او د ملګرو ملتو امنیت شورا له افغان دولت سره په ګډه د هغو مهمو مسایلو د حل په موخه چې افغانستان ورسره مخ دی، منظم او منسجم کار وکړي. آغلې دیبرا لوینز ژمنه وکړه چې افغان حکومت او جمهورريیس سره به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ژمنتیاوو کنفرانس لپاره چې په پام کې ده، سږکال ترسره شي، له نږدې کار وکړو، ترڅو د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د ژمنتیاوو تازه کولو لپاره تیاری ولرو. جمهورريیس غني له دیبرا لوینز څخه په مننې وویل: له ملګرو ملتو سازمان سره د همکاریو د نوي فصل پرانیستلو، ګډ کار او مبارزې له لارې باید د کرونا ویروس له امله پر ټولنه او اقتصاد کېدونکې منفي اغېزې راکمې کړو. همدارنګه یې د ملګرو ملتو دفترونو د کار او پروژو موثریت، حساب ورکولو او شفافیت ته د پاملرنې ترڅنګ په هغه اړه د افغانستان حکومت سره د معلوماتو شریکولو یادونه هم وکړه. د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه: حکومت له نړیوالې ټولنې سره ګډ کار ته لېواله دی او موږ ته دا مهمه ده چې د کرونا ویروس د منفي اغېزو پر وړاندې په همغږۍ کار وکړو. هغه زیاته کړه: جنیوا کنفرانس ته چې سږکال په نومبر میاشت کې جوړېږي، موږ باید له پوره چمتووالي سره ورشو. د سولې پروسې او له کرونا ویروس سره د مبارزې پرمختګونه به هم په دغه کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې سره شریک کړو. جمهورريیس غني د سولې پروسې ته په اشارې وویل: سوله زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او په هېواد کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره مو ټول لازم ګامونه اخیستي دي. هغه زیاته کړه: د افغانستان د خلکو د ګټو په چوکاټ کې د مذاکراتو له لارې د سیاسي مسایلو او ستونزو حل ته کامل تعهد لري. د هېواد جمهورريیس وویل: طالبانو متاسفانه لا هم له تاوتریخوالي څخه لاس نه دی اخیستی او نه یې هم د روژې مبارکه میاشت کې د اوربند په موخه د افغانستان دولت، خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی دی، هیله ده چې طالبان د اوربند غوښتنه ومني. جمهوررييس غني د اقتصادي ودې په موخه د سیمه ییزې همکارۍ پر اجنډا، سیمه ییز اتصال او اقتصادي همکاریو باندې د ټینګار ترڅنګ وویل: دا نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې د اقتصادي ودې، ثبات او انکشاف لپاره ګټور دي. پاى/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته