سیاست

له مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره مشورتي ناسته وشوه

کابل باختر دلړم اته ويشتمه :
د هېواد سیاسي او جهادي مشرانو سره د مهمو ملي، امنیتي او سیاسي مسئلو په باب د مشورتي ناستو په لړ کې  پرون ماښام د ټاکنیزو کمیسیونونو نوماندانو د مرکو د پایته رسېدو مشورتي ناسته په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
په پیل کې جمهور رئیس د هېواد سیاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو ته دښه راغلاست په ترڅ کې د غوراوي کمېټې له رئیس او غړو څخه وغوښتل چې د ناستې ګډون کوونکو ته د خپلو کړنو راپور وړاندې کړي.
د غوراوي کمېټې رئیس قضاوتمل جاوید رشیدي وویل، موږ خپل کار له صفرڅخه پیل کړ او په پیل کې له ۴۰۰ زیات غوښتنلیکونه موجود وو، مګر موږ یوه اونۍ نور هم فرصت ورکړ چې زیات نوماندان مراجعه وکړي او جمعاً د دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره ۷۲۰ تنو غوښتنلیکونه ورکړل او زموږ لومړنیو ارزونو وښودله چې له ۳۰۰ څخه زیاتو کسانو د عمر او تحصیلي رشتې د نه مطابقت له امله شرایط پوره نه کړل.
ده زیاته کړه، غوراوي کمېټې د نوملړ د نهایي کولو لپاره د تحصیل، تجربې او مهارت په ګډون حداقل لس شاخصونه په پام کې ونیول.
د غوراوي کمېټې رئیس وویل، موږ له څو دورو مرکو وروسته تېره چهارشنبه بشپړ نوملړ چې ۲۱ تنه د ټاکنو کمیسیون او ۱۵ تنه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون لپاره وو، جمهوري ریاست ته وړاندې کړ.
د ناستې په دوام سیاسي شخصیتونو هر یوه محمدعمر داوودزي، وحیدالله سباوون، انوارالحق احدي، فاروق وردک، عبدالحکیم مجاهد، قاضي محمد امین وقاد، استاد محمد محقق، ډاکټر عباس بصیر، انجنیر کریم امین ، عبدالکریم خرم، امرالله صالح، عطامحمد نور، ضراراحمد مقبل او ملا سیدمحمداخوند په ترتیب د غوراوي کمېټې د کار په اړه خپل نظریات او پيشنهادونه وړاندې کړل.
وروسته جمهور رئیس غني د هغوی له نظریاتو او نیوکو مننه وکړه وې ویل، حکومت په هیڅ وجه د نورو بنسټونو په چارو کې مداخله نه کوي. هغه زیاته کړه، د ټاکنو نوي قانون کې د لومړي ځل لپاره تخلف جرم وګڼل شو او دا مهم ټکي کولای  شي، په ټاکنو کې د سرغړونومخه ونيسي
جمهور رئیس وویل، شفافې ټاکنې د سیاسي قشر اجماع او همکارۍ ته اړتیا لري. جمهور رييس  زیاته کړه، له ټولو نوماندانو سره مرکې شوي او مهم معیارونه په پام کې نیول کېږي او امانتداري د ټاکنیزو کمیسیونو له معیارونو څخه دی.
محمد اشرف غني ټینګار وکړ، ټاکنې یوه ملي مسئله ده چې دقت او مشورې ته اړتیا لري او له هغوی یې وغوښتل چې خپل لیدلوري په لیکلي ډول شریک کړي.
ورپسې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش وویل، ستاسو ټولې مطرح شوې پوښتنې په راتلونکې غونډه کې ارزول کېږي. هغه زیاته کړه، د ټاکنو اړوند مسئلي ایجابوي چې ټول ګوندونه او سیاسي جریانونه په دې اړه خپلې طرحې شریکې کړي.
د ناستې په پای کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله خبرې وکړې او ويې ویل، د غوراوي کمېټې په کار کې هیڅ مداخله نه کېږي او هغه چې لازم وو هغه یې ترسره کړل. هغه له سیاسي قشر څخه وغوښتل چې منسجم لیدلوری ولري.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، که سیاسي قشر تصمیم ونیسي او د همکارۍ روحیه ولري راتلونکې ټاکنې به ښې ترسره شي.
اجرائیه رئیس ټینګار وکړ، چې له ټاکنو پرته بله لاره نه لرو، د ټاکنو ترسره کولو لپاره سیاسي اراده شته. ده وویل، د ګډون کوونکو وړاندیزونه به د یکشنبې په غونډه کې وڅيړل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته