امنیت

طالبانوپه فراه کې مخابراتي آنتنو نه ويجاړکړل

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٦ :
د فراه ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د مخابرا تي شبکو درې آنتنو نه ويجاړکړل.
د فراه د والي ويندوى عبدالرحمن ژوندى باختر آژانس ته وويل: طالبانو د نو نهار په سيمه کې چې د فراه ښار په شل کيلومتري واټن کې موقعيت لري؛ د اتصالاتو ، روشن او د افغادن بيسيم دمخابراتي شبکو درې آنتنونه دماين په چولو سره ويجاړ کړل.
دغه کار د فراه د يو شمير او سيدونکو سخت غبرګون را پارولى دى .
ژوندى وا يي چې په دې باب تحقيقات پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته