کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٤
په هرات ولايت کې په تيرو ٢٤ ساعتونوکې د ترافيکي پيښو له امله ١٦ تنه ټپيان شول.
دغه پيښې د هرات ښار په بېلابېلو سيموکې رامنځته شوې دي.
دهرات ولايت د ترافيکو يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو پيښوکې د دوو تنو ماشومانو په ګډون ١٦ تنه ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې د هرات ښار د مرکزي روغتون ډاکترانو د دغو ترافيکي پيښو د ټپيانو روغتيايي حالت ښه بللى دى.